د سرپل برېښنا شرکت د پېریدونکو د خدمتونو مرکز ودانۍ ګټې اخیستني ته وسپارل شوه

Bawar Media CenterFebruary 3, 202158
244_Sarepul

د سرپل برېښنا شرکت ریاست پېریدونکو ته د خدمتونو مرکز ودانۍ پرون سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) د دې ولایت د والي لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل برېښنا شرکت رئیس انجنیر جلال الدین نوري باور ته وویل چې د دې ودانۍ رغنیزې چارې دوه کاله مخکې په دو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د افغانستان برېښنا شرکت د پراختیايي بودیجې په څه باندې ۹ میلیونه افغانۍ پیل شوې وې چې په کې ۶ کاري خونې، تم ځای او نور اړین ملحقات شامل دي.
د هغه په وینا، د دې ودانۍ په پرانیستلو سره د یاد ریاست ډېرې ستونزې حل شوې دي.
په همدې حال کې د سرپل والي قربان مراد مراد چې د یادې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود، پر خلکو غږ وکړ چې د سولې په بهیر کې د امکان تر حده برخه واخلي او د پراختیایي پروژو په پلي کېدو کې د سیمه ییز حکومت سره مرسته وکړي.
د یادونې ده چې د سرپل برېښنا شرکت ودانۍ درې کاله مخکې د ۵۰ میلیونه افغانۍ په لګښت جوړه او ګټې اخیستني ته سپارل شوې وه.
خبریال: محمد‌‌ یونس نعیمي