د فاریاب د عدلیې ریاست نوې ودانۍ پرانیستل شوه

Bawar Media CenterFebruary 3, 202156
246_faryab1

د فاریاب ولایت د عدلیه ریاست نوې ودانۍ پرون سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) د هېواد د عدلیې وزیر له لوري پرانیستل شوه.
د فاریاب ولایت عدلیه رئیس حشمت الله حشم وويل، د دې ریاست نوې ودانۍ په پنځو پوړونو کې د عدلیې وزارت د ۴۳ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجې په لګښت رغول شوې ده.
هغه زیاته کړه چې یاده ودانۍ ۳۵ اداري خونې، د غونډو تالار او نورې اړینې اسانتیاوي لري.
د ښاغلي حشم په وینا، د دې ریاست نوې ودانۍ په ۴۵۰ مترمربع ځمکه کې جوړه شوې چې دم ګړۍ شنه ساحه او د وسایطو تم ځای نه لري.
د فاریاب د عدلیې ریاست نوې ودانۍ په داسې حال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې دوه ورځې مخکې د دې ولایت په مرکز کې د کووېډ -۱۹ د تشخیص دویم مرکز د فاریاب د سیمه ییزو چارواکو لخوا پرانیستل شو.
خبریال: احمد جاوید بیدار