بغلان کې د امنیتي میثاق خپرونې لاسته راوړنې

Bawar Media CenterFebruary 4, 2021306
248_Baghlan

د بغلان امنیه قوماندان وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د امنیتي میثاق خپرونې په څوکاټ کې پنځوس تنه د وژنې، وسله والو غلاوو او مخدره توکو د قاچاق په تور نیولي او د سلګونه عرادو موټرو تورې ښيښې یې پاکې او ګڼ شمېر بې‌اسناده موټر درول شوي دي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي د امنیتي میثاق خپرونې پلي کول د عامه نظم، د امنیت ټینګښت او دښار د ننه د ترافیکي خنډونو د مخنیوي په برخه کې اغېزمن یادوي.
ښاغلي صمیمي زیاته کړه، په تېرو دو میاشتو کې د ۳۰۰ موټرو ښيښې له تورو فلمونو پاکې شوي او د بېلابېلو جرمونو په تور پنځوس تنه د پولیسو لخوا نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
هغه د قانون د پلي کېدو د ملاتړ په برخه کې د خلکو رول او همکاري اغېزمنه وبلله او د پولیسو لاسته راوړنې یې د خلکو له هڅو سره تړلې وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې د پولیسو سره د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د بغلان اوسېدونکي وايي چې پولیس د قانون پلي کوونکي دي او ټول خلک باید له قانون او پولیسو ملاتړ وکړي څو د ملت او دولت ترمنځ شته واټن له منځه یووړل شي او په ټولنه کې شته ستونزو ته د پای تکي کېښودل شي.
د پولیسو دنده پر خلکو د قانون پلی کول دي خو په اوسنیو حالاتو کې د اړتیا له مخې د پولیس له ځواکه د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم ګټه پورته کېږي څو خلکو ته د هوسا ژوند کولو زمینه برابره شي.