بغلان کې د جمهوري نظام د ملاتړ په موخه غونډه وشوه

Bawar Media CenterFebruary 4, 202155
249_Baghlan

د بغلان ولایت سلګونه عالمانو، قومي مشرانو او د دې ولایت اوسېدونکو نن د یوې غونډې په ترڅ کې له جمهوري نظام خپل ملاتړ اعلان کړ.
په یاده غونډه کې د بغلان د عالمانو شورا رئیس مولوي نادم د جمهوري نظام د ملاتړ ترڅنګ وويل چې ټول خلک خپل ځان په جمهوري نظام کې ویني او دوی ته له جمهوریت نظام پرته بل نظام د منلو ندی.
هغوی له طالبانو وغوښتل چې نور د بې‌گناه خلکو له وژنې لاس واخلي او سوله وکړي.
په دې ناسته کې د غلام نبي په نوم یو تن قومي مشر وويل چې دوی له جمهوریت دفاع کوي او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او زیاته یې کړه چې که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي دوی به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي.
نوموړي همداشان زیاته کړه چې جمهوري نظام او اوسنی حکومت د زرګونو امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د قربانۍ په ورکولو رامنځته شوی او له هېواده د دفاع لپاره خپل بچیان د امنیتي ځواکونو لیکو ته استوي.
د غونډې په پای کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په یوه خوله وویل چې لنډمهاله اداره د خلکو په ګټه نده او له هغې به هېڅکله ملاتړ ونه کړي.