د جمهوریت د لاسته راوړنو پرخونديتوب او د سولې د خبرو پر ګړندي کېدو د بدخشان دیني عالمانو او مدني فعالینو ټینګار

Bawar Media CenterFebruary 4, 202161
247_Badakhshan

یو شمېر دیني عالمانو او مدني فعالینو نن چهارشنبه ( د سلواغې ۱۵مه) د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې په جوړه شوې غونډه کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ او د جمهوریت د لاسته راوړنو پر خونديتوب او همداشان د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرواترو پر ګړندي کېدو یې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د بدخشان عالمانو شورا رئیس مولوي عبدالحفیظ وویل چې دوی تمه لري چې طالبان د دیني ارزښتونو پربنسټ تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولي د خبرواترو لپاره د لاسته راغلي فرصته ګټه پورته کړي.
د هغه په وینا، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د نړیوالۍ ټولنې په ملاتړ او د افغان وګړو په بې‌درېغه قربانۍ ترلاسه شوي او طالبان باید داسې ونه کړي چې د افغانستان خلکو د ارادې په وړاندې د خپلو غوښتنو د پلې کولو په هڅه کې وي.
د بدخشان عالمانو شورا رئیس زیاته کړه: ” طالبان که رښتیا په سوله باور لري او د افغانستان د خلکو ارادې ته غاړه یږدي، نو ولې دوی د قطرد دوحې پرځای  چې د دواړو خواوو د خوښې او هوکړې ځای دی د سولې خبرو ته دوام نه ورکوي چې ایران او روسیې هېوادونو ته سفر کوي. ”
دغه راز د بدخشان د ښاریانو شورا رئیس فضل احمد آماج وویل چې دوی د افغان حکومت د سولې له بهیره او له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ کوي او تمه یې دا ده چې د خبرواترو پرېکړې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د منلو وړ وي.
په دغه ناسته کې ګډونوالو د لنډمهالې ادارې د جوړولو په وړاندې د طالبان د مشرانو څرګندونې غیر مسوولانه وبللې او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د واک له سوله ییز لېږد پرته بله لاره نشته.
خبریال: سمیع‌ الله سیحون