بدخشان ته د بهرنیو ګرځندویانو ورتګ د پام وړ کم شوی

Bawar Media CenterFebruary 6, 202152
250_badakhshan

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې د کورونا وېروس له خپرېدو او د سرحدونو له تړل کېدو را وروسته په دې ولایت کې د ګرځندوی صنعت مخ په ځوړ روان دی او له یو کال راپدېخوا د سیمه ییزو سرچینو څخه د ځایي خلکو د عایداتو کچه صفر ته راښکته شوې ده.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر صدیقي لعل زاد وويل: « د ۱۳۹۸کال په لړ کې نږدې ۵ سوه بهرنيو او څه باندې ۴۰زره کورنیو ګروځندویانو د دې ولایت له سیاحتي سیمو لیدنه کړې وه، خو سږکال د بهرنیو ګرځندویانو شمېر ۴ ته او د کورنیو ګرځندویانو شمېر هم۴ زرو ته را ښکته شوی دی.»
د ښاغلي لعلزاد په وینا، د سیمې اوسېدونکو، شرکتونو او هوټلوونو عاید په کال کې له دې صنعته ۵۰۰زره امریکایي ډالرو ته رسېدو، خو د کورونا وېروس د خپرېدو او د مرزونو له تړل کېدو او بدخشان ته د بهرنیو ګرځندویانو نه ورتګ له کبله اقتصادي چارې په ټپه درېدلي دي.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی برخې امر زیاته کړه چې سږکال د ګرځندوی درې شرکتونو او څه باندې ۲۰ هوټلونو چارې په ټپه درېدلي دي او ټول کارکوونکي یې اوزګاره شوي دي.
د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د مارکوپولو مېلمستون مسوول عبدالصمد صفري وايي چې هغه هر کال په خپل مېلمستون کې د لسګونه بهرنیو ګرځندویانو کوربتوب کاوه او د تر ترلاسه شوي عاید څخه یې ګڼ شمېر ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې وه.
‌ډېری شمېر بهرني ګرځندویان د امنیتي اندېښنو او د افغانستان له لوري د لارې اوږدوالي له کبله د تاجکستان هېواد ته لومړیتوب ورکوي چې د بدخشان سیاحتي سیمو ته سفر وکړي.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی برخې مسوول وايي چې د بدخشان سیمه ییز حکومت په دې هڅه کې دی څو د تاجکستان هېواد له چارواکو سره د خبرو له لارې دې ولایت ته د بهرنیو ګرځندویانو پرمخ خپل مرزونه خلاص کړي او زیاتوي چې را روان کال کې دوی په پام کې لری چې د افغانستان دویم ملي پارک «پامیر واخان» سیمه کې د یو جشن ترسره کېدو له لارې د بهرنیو ګرځندویانو پام د دې ولایت سیاحتي سیمو ته را واړوي.
خبریال: سمیع الله سیحون