مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې د ځاني پلټنې سکنر ولګول شو

Bawar Media CenterFebruary 6, 2021388
250_balkh

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق چې د بلخ ولایت هوايي ډګر د سکنر لګولو په مراسمو کې خبرې کولې زیاته یې کړه چې د روان کال په لړ کې د هېواد په کچه درې زره عملیات ترسره شوي او د دې عملیاتو په جریان کې ۲۵۰۰ قاچاق کوونکي نیول شوي دي چې له دې ډلې ۱۶۷ تنه یې د چارو ترسره کوونکي دي.
ښاغلی اورتاق وایي چې دم ګړۍ د دولت ضد وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې ۹۰سلنه تریاک کړل کېږي چې په کال کې نږدې دوه میلیارده ډالر عاید ترلاسه کوي.
د هغه په وینا، کوم تریاک او هیروئین چي په افغانستان کې پروسس کېږي په نړیوالو بازارنو کې یې بیه شاوخوا ۷۵ میلیارده ډالرو ته رسېږي چې په افغانستان کې قاچاق کوونکي او کروندګر یوازې ۶ میلیارد ډالر ترلاسه کوي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یې توکو سره د مبارزې معین همداشان زیاته کړه چې له دې وروسته به د دې سکنر له فعالېدو سره به د نشه‌یې توکو د قاچاق مخه نیول کېږي.
په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات وايي چې د نشه‌یې توکو د قاچاق کوونکو د نیولو په موخه ۴۸عملیات ترسره کړي چې له کبله یې ۷۳ تنه نیول شوي دي.

د یادونې ده چې په مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې د پلټنې دا سکنر د جرم او نشه‌یې توکو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا UNODC د دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت پرانیستل شو چې د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې معین په وینا، له دې وړاندې دا ډول سکنرونه د کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې هم لګول شوي.
خبریاله: مهناز موزون