بغلان کې د څښاک اوبو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Bawar Media CenterFebruary 7, 202146
253_baghlan

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یو شبکه تېره ورځ د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس رسول عرفان وايي، دا شبکه چې په کې یو کړۍ ژوره څاه، د اوبو ذخیره، ۲۴۰ شیردانونه او ۲۶ سولر تختې شامل دي د مرکزي بغلان په مصلحت تپه کلي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
عرفان زیاته کړه، د دې شبکې ټولیز لګښت چې شاوخوا شپږ میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ کېږي، په شمال زون کې د یونسیف دفتر لخوا ورکړل شوی دی.
د هغه په وینا، پخوا به د دې سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبه په پيسو اخیستې او یا به یې د سیند له اوبو ګټه پورته کوله چې په ځینو نارغیو به اخته کېدل، خو دم ګړۍ د دوی ستونزې له دې اړخه حل شوې دي.
په ورته وخت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکو د اوبو د شبکې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او وویل چې اوس د دوی په کورونو کې پاکې اوبه شتون لري او دوی پر ناروغیو له اخته کېدو ژوغورل شوي دي.
د یادونې ده چې د دې کال په لړ کې په بغلان کې د ۳۰۰ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.