د سرپل کې ډاکټرانو کاري اعتصاب وکړ

Bawar Media CenterFebruary 7, 202153
251_sarepul

د سرپل ولایتي روغتون کارکوونکو نن سهار د کار نه کولو اعتصاب وکړ او د یوې راټولېدنې په ترڅ کې یې له حکومته وغوښتل چې په پراختیايي بودېجه کې دې د ریفورم شوو روغتونونو بدېجه هم شامله کړل شي.
د سرپل ولایتي روغتون رئیس ډاکټر محمد رستم رجبي د دې راټولېدلو موخه او د ډاکټرانو کاري اعتصاب د دوی د معاشونو او امتیازونو کمېدو او په پراختیايي بودېجه کې د ریفورم شوو روغتونونو بودېجې شاملېدل په ګوته کړل.
د دې روغتون یو ډاکټر کامران زاهد وويل چې که چېرې دولت د دوی قانوني غوښتنو ته پام ونه کړي، د سرپل خلک له دې و روسته باید د معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو تمه ونه کړي.
د دې راټولېدنې ګډونوالو یو ۱۲ماده ییز پرېکړه لیک هم د سرپل ولایت مقام ته وسپارلو چې په یوه برخه کې یې ټینګار شوی دی چې که دولت د ډاکترانو قانوني غوښتنو ته پام ونه کړي، د دوی اعتراض به همداشان دوام ولري.
په همدې حال کې د سرپل والي قربانمراد مراد او د ولایتي شورا غړو چې په دې اعتراضیه غونډه کې ګډون درلود، له ډاکټرانو سره ژمنه وکړه چې د هغوی غوښتنې به اړوندو ادارو ته رسوي او د دوی د غوښتنو په عملي کېدو کې به همکاري وکړي.
خبریال: محمدیونس نعیمي