د شمال زون ملي پولیسو د کووېډ-۱۹ پنځوس بستریز روغتون پرانیستل شو

Bawar Media CenterFebruary 7, 202152
252-Balkh

په مزارشریف ښار کې د زون په کچه د ملي پولیسو لپاره د کووېډ-۱۹ پنځوس بستریز روغتون د کورونیو چارو زوارت چارواکو په شتون سره پرانیستل شو.
د بلخ امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات وويل چې پخوا دوی د ټپي سرتېرو د درملنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د ملي پولیسو ټپیان به مو د ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون ته لېږل خو دم ګړۍ د دې ۵۰ بستریز روغتون په پرانیستلو سره د کووېډ-۱۹ برخې ناروغانو درملنې ترڅنګ د تپي سرتېرو درملنه هم کېږي.
هغه د کورنیو چارو وزارت څخه همداشان غوښتنه وکړه چې دې روغتون ته د زغروال امبولانسونه په واک کې ورکړل شي څو دوی وکولی شي په اسانۍ سره کوم سرتېری چې په ولسوالیو کې په جګړه کې ټپي کېږي را انتقال کړي.
په ورته وخت کې د کورونیو چارو وزارت د پولیسو روغتیایي خدمتونو عمومي رئیس ډاکټر محمد اصف برومند وويل چې دا روغتون د یو میلیون او اوه سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت په پرمختللو تجهیزاتو سمبال او رغول شوی دی.
د ښاغلي برومند په وینا، دا روغتون دم ګړۍ کولی شي د شمال زون سرتېرو روغتیايي ستونزې تر یوې کچې حل کړي، خو لا هم د روغتون پراختیا ته اړتیا لېدل کېږي.
هغه د بلخ له والي غوښتنه وکړه چې دوی ته د روغتون د پراختیا لپاره ځمکه په واک ورکړي شي او د اکسیجن د تولید برخه فعاله کړي څو په شمال زون کې د پولیسو ستونزې حل شي.
د یادونې ده چې له دې مخکې د کووېډ-۱۹ پنځوس بستریز روغتونونه په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې پرانیستل شوي او په پام کې ده چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم څلور روغتونونه جوړ شي.
خبریاله: مهناز موزون