په سمنګان کې ۲۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

Bawar Media CenterFebruary 7, 2021200
252_Samangan

د روان کال د لړم میاشتې راپدېخوا د سمنګان ولایت په ځینو برخو کې ۲۸ روغتیایي مرکزونه د امنیتي ګواښونو او روغتیایي کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکول کېدو له کبله تړل شوي دي.
د سمنګان ولایت عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالخلیل مصدق وايي چې دوی ډېره هڅه کړې چې یاد مرکزونه بېرته پرانیزي، خو چارې یې تر دم ګړۍ کومه مثبته پایله نده ورکړې، هغه همداشان هیله څرګنده کړه چې دا مرکزونه به ژر تر ژره پرانیستل شي.
په همدې حال کې د سمنګان مدني فعالینو په دې ولایت کې د روغتیایي مرکزونو تړل کېدو په هکله اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د روغتیاتي مرکزونو بیا پرانیستلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د سمنګان مدني فعال نجیب الله دانش وويل چې د دې ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ شپږ کلینیکونه لري چې څلور یې د طالبانو له خوا تړل شوي او د دې مرکزونو د تړل کېدو له کبله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نږدې پنځه میاشتې کېږي چې په دغه ولایت کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي که څه هم له دې وړاندې د عامې روغتیا ریاست د دې مرکزونو له پرانیستې خبر ورکړی، خو وایي چې دوی د امنیتي ګواښونو له کبله نه دي توانیدلي چې یاد مرکزونه بېرته پرانیزي.
خبریال: شمس‌الدین میرزايي