بلخ کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو

Bawar Media CenterFebruary 8, 202144
256_balkh

د بلخ ولایت کرنې، چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ ریاستونو له خوا نن د « د سولې نیالګي او سمسورتیا» تر نامه لاندې د نیالګيو کېنولو کمپاین پیل شو.
د بلخ چاپېریال ساتنې ادارې رئیس رحمت الله زاهد وايي، دا اداره په پام کې لري چې را روان کال په بلخ ولایت کې څه باندې اتیا زره نیالګي کېنوي.
خو بل لور ته بیا د بلخ کرنې رئیس محمد سالم ساعی وايي، په پام کې ده چې سږکال د نیالګيو کېڼولو کمپاین په لړ کې د دې ادارې لخوا هم سل زره نیالګي د بلخ ولایت په کچه کېنول شي.
د چارواکو په وینا، هرکال په بلخ ولایت کې د بڼونو، ځنګلونو او سمسورتیا د ودې او بیارغونې لپاره څه باندې دوه میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي چې سږکال به هم دغه شمېر کېڼول شي.
د یادونې ده چې دا کمپاین له بلخ پوهنتونه پیل شو.
خبریال: مهناز موزون