جوزجان کې د مرخېړیو کرکېلې ته د ښځو لېوالتیا ډېره شوې

Bawar Media CenterFebruary 8, 202152
254_Jawezjan

د جوزجان ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست د مرخېړیو د کښت د فارمونو په رامنځته کولو سره د دې ولایت ۳۰۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د جوزجان ولایت کرنې او مالدارۍ رئیس محمد عالم عالمي د فارمونو د رامنځته کولو موخه د کورنیو د اقتصاد لوړول او د هغوی د خوړو خوندیتوب یاد کړل.
د عالمي په وینا، د دوی ریاست د «PRP» او «WHH» دفترونو په همکارۍ سره توانیدلي چې د اقچې ولسوالۍ په ۲۰ او د شبرغان ښار په ۲۰ کلیو کې ۳۰۰ ښځو ته د مرخېریو د کښت واړه فارمونه جوړ او پر هغوی یې د کار توکي هم وېشلي دي چې دې چارې تر دم ګړۍ ښه پایله هم ورکړې ده.
یو شمېر ښځې چې په دې ولایت کې د مرخېړیو په کرکېله بوختې دي وايي چې په اونۍ کې له دې لارې تر زرو افغانۍ ګټه ترلاسه کوي او زیاتوي چې په دې چارې سره د خپلو کورنیو له اقتصاد سره هم مرسته کوي.
جوزجان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې دوی په دې ولایت کې د مرخېړیو تخم د کرکېلې لابراتوار هم جوړ کړی چې په راتلوونکي کې به یې نورو ولایتونو ته هم صادر کړي.
خبریاله: فریده امیني نظري