له دولت څخه د بغلان ځوانانو اتحادیې غوښتنه

Bawar Media CenterFebruary 8, 202157
255_baghlan

د بغلان د ځوانانو اتحادیه له دولت څخه غواړي چې په دې ولایت کې ځوانانو ته د کار پيدا کولو، ادارې فساد په وړاندې مبارزه او د پراختیايي پروژو پلي کېدو په برخو ته جدي پام وکړي.
د بغلان د ځوانانو اتحادیې رئیس شیر محمد مرادي « بغلان د بدلون په لور» ترنامه لاندې جوړه شوې غونډې ته وویل چې په دولتي ادارو کې د شته فساد له امله لوستې ځوانان له خپلو حقونو بې برخې پاتې کېږي، او دولت باید د ۱۴۰۰مالي کال کې ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.
هغه له دولت څخه وغوښتل چې باید د ظرفیت لوړولو، د ځوانانو د فکري او علمي
پرمختګ ته د دودې ورکولو لپاره روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي، او په ۱۴۰۰مالي کال کې د خلکو د اړتیا سره سم پرمختیایي پروژې پلي کولو ته دوام ورکړي.
د بغلان مرستیال والي ذبیح الله احساس چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیسته وه وویل چې دا د ځوانانو او مدني فعالینو دنده ده چې د دولتي ادارو په کارونو انتقاد وکړي او د هغوی نیمګړتیاوې په ګوته کړي او د اداري فساد په وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
ښاغلي احساس همداشان زیاته کړه چې دښمن به هېڅکله له پوځي لارې بریالی نشي او دوی غواړې چې هېواد وروسته پاتې شي نو ځوانانو ته پکار ده چې د دولت ترڅنګ ودریږي څو د نږدې دو لسیزو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.
د غونډې په پای کې د بغلان د دولتي ادارو یو شمېر رئیسان د غوره خدمتونو وړاندې کولو له کبله د دې اتحادیې لخوا وستایل شول.