د بدخشان د لرغونو ځایونو او ودانیو د ساتنې لپاره هڅې پیل شوې

Bawar Media CenterFebruary 9, 202144

د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ادارې چارواکي وايي چې د مرسته کوونکو بنسټونو په همکارۍ یې په دغه ولایت کې لرغوني ځایونه او ودانۍ (ابدې) بیا رغولي او د دې لرغونو ځایونو اړوند د ملکیت د غصب مخه یې نیولې ده.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نقیب الله ثاقب یار وويل چې د دغه ولایت د نږدې ۳۰ لرغونو ودانیو له ډلې په یو شمېر ولسوالیو کې ۶ لرغوني ځایونه د اغا خان بنسټ فرهنګي برخې په همکاري بیارغولي دي.
ثاقب یار زیاته کړه: « موږ د میریاربیک ولي زیارت پورې اړوند ملکیت یوه برخه، په فیض اباد ښار کې عامه کتابتون او په یفتل ولسوالۍ کې یوه لرغونې سیمه له غاصبینو بېرته راګرځولې ده.»
په بدخشان کې یو شمېر فرهنګيان وايي چې دغه ولایت ډېر لرغوني ځایونه او ودانۍ (ابدې) لري خو د چارواکو د نه پاملرنې له امله تر دې دمه نه دي پېژندل شوي.
د بدخشان یو تن فرهنګپال وایي: « په بدخشان کي زیات شمېر لرغوني ځایونه او ودانۍ (ابدې) نه دي پېژندل شوي او ځینې یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.»
هغه پر حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو غږ وکړ چې د دې ولایت لرغوني ځایونه او ودانۍ د پېژندنې او ساتنې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وایي چې په دغه ولایت کې د لرغونو ځایونو او ودانیو د بیارغونې بهیر همداشان دوام لري او دوی به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته په راتلوونکي کال کې د دغه ولایت یو شمېر لرغونو ځایونو د بیارغونې چارې ترسره کړو.
د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي همداشان وایي چې د لرغونو ځایونو او ودانیو د ساتنې بهیر کې د خلکو د ګډون لپاره دوی د بدخشان ټولو ولسوالیو ته مکتوب استولی څو د ولسوالۍ پرمختیايي شوراګانو په کچه د کمیټو په جوړېدو سره د لروغونو ځایونو او ودانیو د ساتنې بهیر کې د خلکو ونډې ته زمینه برابره کړو.
خبریال: سمیع‌الله سیحون