د سمنګان پر۹۰ سلنه اوسېدونکو د خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي

Bawar Media CenterFebruary 9, 202149
257_Samangan

د سمنګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې دوی د دې ولایت د حضرت سلطان، خرم او سارباغ او روی دوآب ولسوالیو له اوسېدونکو سره د څه باندې ۸۸ میلیونه افغانۍ نغدو پیسو مرسته کوي.
د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس انجنیر عبدالرب حکیمي وويل چې د دوی لخوا د یادو درېو ولسوالیو په ټولو کلیو کې سروې ترسره شوې چې د دې سیمو پر ۹۰سلنه اوسېدونکو به د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
د حکیمي په وینا، دم کړۍ د سمنګان ولایت په درېو ولسوالیو کې ۲۱ زره کورنیو د ملي دسترخوان له پروګرامه مرستې ترلاسه کړې دي او په پام کې ده چې د دې مرستو لړۍ ژر تر ژره د دې ولایت نورو ولسوالیو ته هم ورسیږي.
په ورته وخت کې د سمنګان ولایت اوسېدونکو چې د ملي دسترخوان پروګرامه یې مرستې ترلاسه کړي خوښ دي.
د روی دوآب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي چې هغه د دولت لخوا د بې‌وزلو خلکو سره له مرستې خوښ دی او پر حکومت غږ کوي چې له بې‌وزلو سره د مرستې لړۍ ته همداشان دوام ورکړي.
ملي دسترخوان پروګرام څه موده مخکې د ولسمشر د فرمان پر اساس د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شو چې د چارواکو په وینا، د سمنګان ټولې زیانمنونکې سیمې به د دې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي