سرپل کې د امام زاده یحیی زیارت بیارغونې چارې پيل شوې

Bawar Media CenterFebruary 10, 2021315
259_sarepul

په سرپل کې د امام زاده یحیی زیارت بیارغونې چارې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا او د جمهوري ریاست د عملیاتي ادارې په مالي ملاتړ پیل شوې.
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیراحمد حقجو وويل، د دې پروژې ټول لګښت چې څه باندې سل میلیونه افغانۍ کېږي د جمهوری ریاست د عملیاتي ادارې لخوا ورکول کېږي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
د سرپل والي قربانمراد مراد چې د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود، د جوړونکي شرکت له مسوولینو وغوښتل چې د دې پروژې کیفیت ته پام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست چارواکو څه موده مخکې په دې ولایت کې د امام کلان مرقد او عیدګاه جومات چې نږدې سل کاله لرغونتوب لري د بیارغونې چارو له پیله خبر ورکړی وو.
خبریال: محمدیونس نعیمي