د سرپل ښاري نظم او امنیتي وضعیت کې ښه والی راغلی دی

Bawar Media CenterFebruary 11, 202147
260_Sarepul

سیمه ییز چارواکي او د سرپل ولایت اوسېدونکي وايي، امنیتي میثاق خپرونې پلي کېدو سره په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت ښه والي سربېره، ښاري نظم په برخه کې مثبت اغېز راغلی دی.
د سرپل والي قربانمراد مراد وويل چې د امنیتي میثاق خپرونې د پلي کېدو په لړ کې د ښاري نظم رامنځته کېدو ترڅنګ، له سړکونو د خنډونو لېرې کېدو، د موټرو د تورو ښیښو پاکېدو او په ښار کې د موټرسایکلونو او غیر مسووله وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لامل شوی دی.
د ښاغلي مراد په وینا، په تېرو دوه اونیو کې یې له کشفي او امنیتي بنسټونو د وژنو، وسله والو غلاوو او جنایي جرمونو هېڅ راپور ندی ترلاسه کړی.
د سرپل والي د دویم او درېم نمبر لویو لارو د امنیتي وضعیت له ښه والي خبر ورکوي او وایي، د سرپل – جوزجان لومړی نمبر لویې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره د جوزجان ولایت له سیمه ییزو چارواکو او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ سره په همغږۍ کار روان دی چې ډېر ژر به عملي شي.
نوموړي همدا راز د سل جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکوي او وايي چې د امنیتي میثاق خپرونې په څوکاټ کې له غاصبینو او زورواکو څخه د دولتي ملکیتونو بېرته راګرځول یې کاري لومړیتوب دی.
د سرپل مدني فعالینو او یو شمېر اوسېدونکو څه موده مخکې هم د دې ولایت د امنیتي وضعیت له ښه والي خبر ورکړی وو.
خبریال: محمدیونس نعیمي