بدخشان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کچه لوړه شوې

Bawar Media CenterFebruary 13, 202143
264_Badkhshan

د بدخشان ښځو چارو مسوولین وايي، په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیات شوی دی.

د بدخشان ښځو چارو رئیسه آلینا غیاثي وويل: « د ښځو چارو ریاست او د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو له لوري چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د وضعیت کومه څارنه او ارزونه ترسره شوې روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۳۲۵ پېښې ثبت شوې دي چې تېر كال دغه شمېره تر۲۵۸ پېښو ته رسېده چې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.»

د بدخشان ښځو چارو مسوولې په وینا، په دې پېښو کې فزیکي تاوتریخوالی، جنسي تېری، ځورونې او د تاوتریخوالي اړوند نورې پېښې شاملې دي.

اغلې غیاثي زیاتوي چې یو شمېر پېښې د څېړنې په موخه عدلي او قضایي بنسټونو ته استول شوې او یو شمېر نورې د ښځو چارو ریاست او اړوندو بنسټونو په منځګریتوب حل شوې دي.

په همدې حال کې د بدخشان ښځو د حقونو فعالې لینا شیرزاد وايي چې له خپلو حقونو د ښځو په ځانګړي ډول د کلیوالي ښځو د پوهاوي ټیټه کچه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د قانون نه پلي کېدل، له مجازاتو د معافیت فرهنګ، د ښځو تاوتریخوالي د دوسیو حل په برخه کې د زورواکو کسانو لاسوهنه هغه څه دي چې په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۵ سلنه لوړه شوې ده.

خبریال: سمیع‌الله سیحون