بلخ  کې د راډیو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Bawar Media CenterFebruary 13, 202149
263_Balkh

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې ولایت د سیمه ییزو چارواکو، د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو په شتون سره د فبرورۍ ۱۳ د راډیو نړیواله ورځ ونمانځله.

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الرحمن کریمي وايي را‌ډیو له یوه ځانګړي ځایه برخمنه ده او په ډېرې اسانۍ سره کېدای شي چې په کلیو او بانډونو کې ورته لاس رسی پیدا شي او راډیو مرسته کوي چې د محرومو ډلو غږ چې څنګ ته پاتې دي ټولو ته ورسیږي.

نوموړي همداشان زیاته کړه چې دم کړۍ  په بلخ کې ۱۸ راډیوګانې خپرونې کوي.

په همدې حال کې د بلخ یو شمېر راډیو ګانو خبریالان خلکو ته د اطلاع رسونې په په برخه کې د غږیزو شبکو ونډه اړینه وبلله، خو دوی د اطلاعاتو ترلاسه کولو په برخه کې د دولتي ادارو له دوه ګوني چلنده ناخوښ ښکاري.

په شمال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول محمد بشیر انصاري د خبریالانو د چارو په وړاندې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی چې د د ده په وینا څو ورځې مخکې په بلخ کې د یو رسنۍ  پر مسوول او په فاریاب کې پر یو خبریال بریدونه وشول.

نوموړي له حکومته غواړي چې د خبریالانو د وژنو دوسې ژر تر ژره وڅېړې او پایله یې  د افغانستان له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

له بل لوري د بلخ ولایت مرستیال غلام فاروق خپلواک وايي چې د خبریالانو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي بنسټونو سره د یوې غوره کړنلارې د چمتو کولو په حال کې دي.

نږدې یوه پېړۍ مخکې راډیو خپل فعالیت په افغانستان کې پيل کړو او داسې ویل کېږي چې هغه مهال افغانستان د سیمې د هېوادونو په کچه لومړنی هېواد و چې د راډیو څېښتن شو.

خبریاله: مهناز موزون