بلخ کې د هنري او لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

Bawar Media CenterFebruary 13, 202138
261_balkh

په مزارشریف ښار کې د «اناري» ترنامه لاندې د ښځو د لاسي صنایعو او هنري اثارو یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

دغه نندارتون چې د اناري ګالرۍ او د بلخ ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري جوړ شوی و په ۱۳ غرفو کې د ښځو له‌خوا بېلابېل لاسي صنایع نندارې ته ايښودل شوي دي.

په بلخ کې د اناري هنري ګالري مسوولې نازنین فردوس رحیمي د دې نندارتون موخه د هنر او لاسي صنایعو په برخه کې د ښځو وړتیاوو ښودل په ګوته کړل.

اغلې رحیمي زیاه کړه چې په دې نندارتون کې د ښځو نږدې ۶۰۰ هنري اثار او لاسي توکي نندارې ته اېښودل شوي.

په همدې حال کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الرحمن کریمي وايي چې د دې شان نندارتونونو ترسره کېدل د دې څرګندويي کوي چې ښځې کولی شي د پانګونې او لاسي صنایعو د تولید په برخه کې اړین رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې مېرمنې تل د خپلو لاسي صنایعو نندارې اېښودلو او پلور لپاره د ځانګړي ځای له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دوی لپاره مناسب او دایمې ځای جوړ کړي.