بلخ کې شاوخوا ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې

Bawar Media CenterFebruary 13, 202142
262_balkh

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکې په دې ولایت کې له غاصبینو د شاوخوا ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکوي.

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي رسنیو ته وویل، په تېره یوه اونۍ کې د ۱۶زره او ۲۳۲ جریبه دولتي غصب شوې ځمکې شاوخوا ۱۵ زره جریبه دولتي ځمکه، ۱۹ کورونه، ۳۳ ښارګوټي او ۲۲ بابه دوکانونه له غاصبینو راګرځول شوي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د دې پېښو په تړاو، ۲۹ تنه نیول شوي کسان عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د بلخ والي وايي چې په دې ولایت کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو ۴۱ بریدونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي.

نوموړی همداشان زیاتوي چې په بلخ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو کې ۴۴ تنه وسله وال وژل شوي، ۳۵ تنه نور ټپیان، د دښمن ۱۰ عرادې موټرسایکلونه، څلور پټنځایونه ویجار او ۱۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان سیدمعراج الدین سادات د دې ولایت په ځینو برخو او د مزارشریف – شبرغان لویې لارې په اوږدو کې د عملیاتو له پیل خبر ورکوي او وايي چې د مجرمینو د نیولو په برخه کې پولیسو د خلکو په همکارۍ ښيې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

نوموړي همداشان زورواکو او قانون ماتونکو ته خبرداری ورکړ چې د خلکو او ولایت مقام په همکارۍ به د هغوی مخنیوي کېږي.