د جوزجان اوسېدونکي د پولیسو د چیک پاینټونو له جوړېدو هرکلی کوي

Bawar Media CenterFebruary 13, 202141
262_Jawezjan

د جوزجان ولایت امنیتي ځواکونو د ښار په منځ او دروازو کې د چیک پاینټونو د رامنځته کېدو ترڅنګ ښار ته د ویجاړونکو او ترهګرو کسانو د ننوتلو مخه نیولې څو د دې ولایت د اوسېدونکو امنیت خوندي شي.

د جوزجان امنیه قوماندان سمونوال عبدالواحد وجدان وايي، دوی توانیدلي چې د امنیتي میثاق خپرونې په څوکاټ کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت ټینګښت لپاره مثبت فعالیتونه ترسره کړي.

ښاغلي وجدان له پولیسو سره د خلکو له همکارۍ د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل څو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د جوزجان امنیه قوماندانۍ منسوبینو د چیک پاینټونو رامنځته کولو سره تر دم ګړۍ د لسګونه موټرو ښیښې له تورو فلمومنو پاکې کړې دي.

خبریاله: فریده امیني نظري