د خُرم او سارباغ ولسوالۍ ده‌اصل خانقاه بیارغونې چارې بشپړې شوې

Bawar Media CenterFebruary 15, 202133
266_Sam

د سمنګان ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې د دې ولایت د خُرم او سارباغ ولسوالۍ ده‌اصل لرغونې خانقاه د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د سمنګان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عزیز الرحمن قطره وايي چې د دې خانقاه د بیارغونې ټول لګښت څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ شوی دی.
د ښاغلي قطره په وینا، دا لرغونی او مذهبي ځای چې د هېواد اطلاعاتو او فرهنګ
وزارت د لرغونو ځایونو په لیست کې شامل دی کلونه ورته پاملرنه نه وه شوې چې له نیکمه مرغه دم ګړۍ یې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
له بلې خوا، د سمنګان ولایت فرهنګپالان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دې کړنې ستاینه کوي او له دې ادارې غواړي چې د سمنګان د پاتې لرغونو ځایونو او اثارو بیارغونې ته پاملرنه وکړي کوم چې د ویجاړېدو په حالت کې دي.
سمنګان شاوخوا ۳۰ لرغونې ځایونه او«ابدې» لري چې له دې ډلې د ده‌اصل خانقاه د بیارغونې چارې بشپړې شوې او تخم رستم چې د سمنګان له نامتو او لرغونو ځایونو شمېرل کېږي د بیارغونې چارې روانې دي.
خبریال: شمس الدین میرازیي