فاریاب کې د شهیدانو د ورثې د پیوستون شورا پرانیستل شوه

Bawar Media CenterFebruary 15, 2021330
265_Faryab

په فاریاب ولایت کې د شهیدانو د ورثې د پیوستون شورا پرانیستل شوه.
په فاریاب کې د شهیدانو د ورثې د پیوستون شورا مسئول محمد اکبر خالقي وویل، د دې شورا هدف د شهیدانو یاد ساتل او د دوی د ورثې لپاره د زده کړې، هستوګنې ځای او یو شمېر نورو شیانو په برخو کې د اسانتیا برابرول په ګوته کړل.
هغه زیاته کړه چې د شهیدانو د ورثې د پیوستون شورا مرکزي دفتر په ۱۳۹۷کال کې د ۱۲بنسټ ایېښودونکو سره جوړ شو چې دم ګړۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري چې نن ورځ پدې ولایت کې د دې ولایت د والي، ولایتي شورا غړو، یو شمېر مشرانو او د شهیدانو د ورثې په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل فعالیت پیل کړو.
په ورته وخت کې د فاریاب والي ډاکټر نقیب الله فایق په داسې حال کې چې د دې شورا له جوړېدو خوښي وښوده له دې شورا سره یې د ولایت مقام له همکارۍ او ملاتړ ډاډ هم ورکړ.
د یادونې ده چې دم کړۍ دا شورا په فاریاب ولایت کې ۱۵۰ غړي لري.
خبریال: احمد جاوید بیدار