بلخ کې نږدې ۲۰۰ میله بېلابېله وسله دایاګ پروګرام ته تسلیم شوه

Bawar Media CenterFebruary 16, 2021162
268_balkh

د بلخ امنیه قوماندانۍ له لوري د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ترلاسه شوې ۱۹۳ میله بېلابېله وسله، نن د یو لړ مراسمو پرمهال د ډایاګ پروګرام ته وسپارل شوه.
د بلخ امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات وایي، د نږدې پنځه میاشتو په موده کې یې په مزارشریف ښار کې د ګڼو جرمونو په تړاو ۴۳۷ تنه نیولي دي.
د بلخ امنیه قوماندان همداشان زیاته کړه چې له دو میاشتو راپدېخوا یې له ملي اردو او ملي امنیت سره په همکارۍ د «۳۱۷ قیام» چاڼیزعملیات پيل کړي دي چې لومړي پړاو کې شولګر او ورسته د بلخ ولسوالۍ ۱۵ کلي د وسله والو مخالفینو له شتونه پاک شوي او دم ګړۍ د امنیتي پوستونو د پیاوړتیا په موخه د لویې لارې او د چهاربولک ولسوالۍ سړک د دواړو خواوو د امنیت ټینګښت په موخه روان دي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت مقام مرستیال غلام فاروق خپلواک وايي چې له دې وروسته پرهېڅ فاسد او غاصب رحم نه کېږي او له هغوی سره به قانوني چلند کېږي.
له بلې خوا، په شمال کې د ډایاګ پروګرام مسوول عبدالمنان وايي چې د یو کال په موده له څلورو شمالي ولایتونو ۱۸۶ میله بېلابېله وسله د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده او دم ګړۍ د بلخ ولایت ۱۹۳ میله وسله هم پرې ور زیاته شوې ده.
د نوموړي په وینا، کلونه مخکې د شمال زون په ۵ ولایتونو کې ۵۰۰ غیر مسووله وسله واله ډلې پېژندل شوې وې خو د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره دا ډلې لس برابره زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په شمال کې د ډایاګ پروګرام مسوول په وینا، مخکې له دې د شمال ۱۸ ولسوالۍ له وسلو پاکې وې او وسله والو پکې شتون نه درلود خو او ۱۵۰ وسله والې ډلې یې خل سلاح کړې وې، خو د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره دم ګړۍ په دې ولسواليو کې د وسلو زیرمې شتون لري.
خبریاله: مهناز موزون