د بدخشان په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې د وړکتون له نشتوالي سره مخ دي

Bawar Media CenterFebruary 16, 202134
266_badakhshan

د بدخشان د ښځو چارو ریاست چارواکي وايي چې د کار پرمهال د وړکتون نشتوالی یو له اساسي ستونزو دی چې په دولتي ادارو کې ښځینه کارکوونکې ورسره مخ دی او دوی په وار وار دا ستونزه د بدخشان له ځایي حکومت او اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده.
د بدخشان د ښځو چارو رئیسه آلینا غیاثي وايي چې د کار په ځای کې د وړکتونونو شتون د ښځینه کارکوونکو له مهمو اړتیاوو څخه دی.
د بدخشان ښځو چارو رئیسې په وینا، هغوی تراوسه د ښځو چارو ریاست او د دې ولایت د ښوونکو روزنیز مرکز کې دوه وړکتونونه جوړ کړي چې د نورو ملاتړو بنسټونو په همکارۍ سره به د ښځینه کارکوونکو دا ستنوزه هواره کړي.
اغلې غیاثي همداشان وویل: « د بدخشان په دولتي ادارو کې زیات شمېر ښځینه کارکوونکې د وړکتون د نشتون له امله دې ته اړ کېږي چې د دندې پرمهال په ورځ کې څو ځلې خپلو ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره کور ته لاړې شي. »
د بدخشان کاراو ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي چې دوی چمتو دي چې په کار ځایونو کې ښځینه دولتي کارکوونکو ته وړکتونونه جوړ کړي.
د دې ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنیزو چارو امره فریبا فروتن وايي چې د دې ولایت ډېری دولتي ادارې د وړکتون درلودو شرایط نه لري.
د هغې په وینا، هغه دولتي ادارې کولی شي وړکتونونه جوړ کړي چې لږ تر لږه د ښځینه کارکوونکو ۱۵ ماشومان ولري.
د دې ادارې مسوولین وايي چې دې ادارې له یو شمېر حکومتي بنسټونو سره خبرې کړې څو وکولی شي د څو ادارو لپاره په کارځایونو کې په حوزوي بڼه وړکتونونه جوړ کړي.
د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون ۱۲۶مادې پربنسټ، دولتي ادارې مکلفې دې چې دولتي کارکوونکو ته ارام ذهني چاپېریال رامنځته کړي.
خبریال: سمیع الله سیحون