جوزجان کې یوې مېرمنې د لبنیاتو د تولید او پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده

Bawar Media CenterFebruary 16, 202126
267_Jawezjan

په شبرغان ښار کې یوې مېرمنې د لبنیاتو تولید او پروسس د یوې فابریکې په جوړولو سره ۲۰ بې‌وزلو مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
د جوزجان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست یوې مسوولې نبیلا افغانزی وايي، دا فابریکه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ملاتړ جوړه شوې چې موخه يې په ګڼو ټولنیزو برخو کې د مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا او هغوی ته کار موندل دي.
د اغلې افغانزوی په وینا، د دې ریاست د فعالیتونو په څوکاټ کې مېرمنو ته د کار موندولو په برخه کې ۴۰ سلنه ښځې ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.
کوم شمېر مېرمنې چې په دې فابریکه کې کار کوي وايي، په پنځه زره افغانۍ یې دا کار پیل کړ، خو دم کړۍ د دې ترڅنګ چې ۲۰ زره افغانۍ لري پدې توانیدلي چې د شبرغان ښار او کلیو اوسېدونکو ته د شیدو، مستو، چکې، قیماق، او پنیر په تولید سره د هغوی لس سلنه اړتیا پوره کړي.
د جوزجان کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ملاتړ، شاوخوا ۲۰۰ مېرمنې د شبرغان ښار په بېلابېلو سیمو کې د لبنیاتو په وړو فابریکو کې په اتو کاري ډلو کې کار کوي او له دې لارې خپل ژوند پرمخ بیایي.
خبریاله: فریده امیني نظري