سرپل کې د سیمه ییز حکومت او مدني ټولنې ترمنځ ناسته ترسره شوه

Bawar Media CenterFebruary 17, 2021253
270_sarepul

سرپل ولایت کې د سیمه حکومت او مدني ټولنې ترمنځ د « ازادي جرګې» ترنامه لاندې ناسته ترسره شوه.
د سرپل ولایت مقام سکتوري خدمتونو رئیس عبدالله اکبري وويل چې د دې ناستې موخه له حکومت سره د مدني او رسنیزې ټولنې مستقیمې همکارۍ راجلبول او په ټولنه کې د ولسواکۍ پیاوړتیا ده او زیاتوي چې ځایي چارواکي د مدني ټولنې فعالیتونو په وړاندې د خنډونو لرې کولو ته ژمن دي.
د سرپل مدني ټولنو رئیس آتیلا نوري د دې ناستې له ترسره کېدو هرکلی وکړ او د مدني ټولنې د بنسټونو له کم کارۍ او همدارنګه د سیمه ییزو چارواکو د ځواب نه ورکونې له بهیره نیوکه وکړه او د سیمه چارواکو لخوا خبریالانو ته پر وخت د اطلاعاتو د ورکړې غوښتونکی شو.
په همدې حال کې د سرپل والي قربانمراد مراد د مدني فعالینو او رسنیو د شته ننګونو او وړانديزونو د منلو ترڅنګ وويل چې د مدني ټولنې فعالین د دولت او خلکو ترمنځ پل دی او د حقیقوتونو راسپړل او عامه ذهنونو روښانه کول د دوی دنده ده.
د سرپل والي همداشان ژمنه وکړه چې د مدني فعالینو او د رسنیو د غړو د ژوند او کاري خوندیتوب په اړه به اړینې چارې ترسره کړي.
یو شمېر رسنیو او مدني فعالینو څه موده مخکې په سرپل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي له نشتوالي شکایت درلود.
خبریال: محمد‌ یونس نعیمي