فاریاب کې د سولې ملاتړ لپاره د اسکیت ننداره ترسره شوه

Bawar Media CenterFebruary 17, 202128
269_Faryab

په فاریاب ولایت کې د اسکیت برخې یو شمېر لوبغاړو د ورزشي حرکتونو په ترسره کولو سره په هېواد د سولې له بهیره خپل ملاتړ اعلان کړ.
د فاریاب د بدني روزنې او سپورت امر عبدالوهاب مجیدي وويل، دا لومړی ځل دی چې د اسکیت برخې لوبغاړي د سولې خبرو اترو بهیر ګړندیتوب او د افغانستان اسلامي جمهوري نظامه د ملاتړ په موخه دا شان ورزشي حرکات ترسره کوي.
ده زیاته کړه، لوبغاړي د دې شان ورزشي حرکتونو په ترسره کولو سره غواړي خپلې غوښتنې چې هغه هم په هېواد کې د سولې ټینګښت دی نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
د فاریاب بدني روزنې امریت د مسوولینو په وینا، که څه هم د دې برخې فدراسیون په رسمې بڼه د بدنې روزنې په څوکاټ کې ثبت ندی خو بیا هم د اسکیت برخې لوبغاړي په دې ولایت کې ورزشي فعالیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې ورته خپرونې په ګڼو ولایتونو کې د سولې او د جمهوري نظام د ملاتړ لپاره پیل شوي دي.
خبریال: احمد‌جاوید بیدار