جوزجان کې د امیرعلي شیرنوايي ۵۸۰ مه کلیزه ونمانځل شوه

Bawar Media CenterFebruary 18, 2021253
271_Jawezjan

په جوزجان کې د امیر علی شیرنوایي ۵۸۰ یمه کلیزه او د ازبیکي ژبې رسمي کېدل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شول.
د غونډې یو ګډونوال امیرعلی شیرنوایي د تاریخ لوی کس، څو اړخیزه شخصیت، شاعر، لیکوال او پوه وزیر وباله او ټینګار یې وکړ چې نوايي د هېواد په تاریخ کې د ټولنیز عدالت او ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې یوه ښه بېلګه ده.
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو تن کارکوونکی کرامت الله عزیزي وويل، هغه د دې خاورې یو غښتلی سیاستوال، شاعر او متفکر و.
د تیموریانو د وخت شاعر امیرعلی شیرنوایی په ۸۴۴ه ق کال په هرات کې نړۍ ته راغی او ۹۰۶ه ق کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د هرات سړک په سیمه کې د ګوهرشاد بیګم قبر څنګ ته خاورو ته سپارل شوی دی.
امیرعلی شیرنوایي په ترکي شعرونو کې «نوایي» او په فارسي شعرونو کې « فاني» تخلص کاوه.
له امیرعلی شیرنوایي څه باندې ۳۰ کتابونه او اثار پاتې دي چې ترټولو مهم اثر یې خمسه دی چې ۶۴۰۰ شعرونه لري.
خبریاله: فریده امیني نظري