بغلان کې په انلاین توګه د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کولو بهیر پیل شو

Bawar Media CenterFebruary 18, 202131
272_baghlan

بغلان ولایت کې نن سهار په انلاین توګه د الکترونیکي تذکرو ترلاسه کولو بهیر پیل شو.
د بغلان ولایت د احصایې او معلوماتو رئیس محمد عارف عظیمي وویل چې په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ډېرش زره کسانو په دې ولایت کې د الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره په انلاین توګه نوم لیکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې پخوا هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان په حضوري توګه د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کوله خو اوسمهال په انلاین سیستم کې هېڅ ډول محدودیت نشته او د خلکو غوښتنو ته په ښه توګه رسېدنه کېږي.
په همدې حال کې د بغلان ولایت اوسېدونکي هم د دې بهیر له پیله هرکلی کوي او د دې چارې پیل د شته ستونزو په حل کې اغېزمن یادوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بغلان د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو په وینا، د دې سیسیتم په پیل سره د الکترونیکي تذکرې غوښتونکي کولی شي په اسانۍ سره تذکرې ترلاسه کړي.