بلخ کې د سولې لپاره ناسته ترسره شوه

Bawar Media CenterFebruary 21, 202126
274-Balkh

د سولې ټینګښت ټولنیزې شورا، د سولې له بهیره د افغانستان د خلکو په ځانګړۍ توګه د جګړې قربانیانو، علماوو، مېرمنو او ځوانانو د تمو اوغوښتنو لپاره په مزارشریف ښار کې ناسته ترسره کړه.
په بلخ کې د سولې ټینګښت ټولنیزې شورا مشرې سوریا باور وویل، د دې لپاره چې د خلکو غوښتنې او تمې له مرکچي پلاوي سره شریکې کړي دوی دا ناسته ترسره کړې ده.
نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه چې نه یوازې دا چې ښځې بلکې د افغانستان ډېری خلک د سولې د خبرواترو په میز کې ځای نه لري او د خلکو غوښتنې په سمه توګه نه تمثیل کېږي او زیاتوي چې د افغانستان لاسته راوړنې له خطر سره مخ دي.
د هغې په وینا، له طالبانو سره د سولې د دولت مرکچي پلاوی تر دم ګړۍ نه دی توانیدلی چې ښه او کلیدي رول ولوبوي نو د سولې بهیر کې هېڅ پرمختګ ندی شوی.
په ورته وخت کې د ناستې ګډونوال وايي چې د سولې بین الافغاني خبرو اترو له پيل راهیسې له یوې خوا جګړې زور اخیستی او هدفي وژنې زیاتې شوې او له بل لوري په افغانستان بېوزلې او اوزګاري ډېره شوې ده.
یو تن دیني عالم حمید عنایت وايي چې خلک د دې وضعیت له دوامه ستړي شوي او ناامنۍ د دوی رواني حالت ته زیان رسولی دی او زیاتوي چې ژر تر ژره باید د سولې د خبرواترو د لړۍ پایله له خلکو سره شریکه شي څو خلک د سولې او هوساینې شاید واوسي.

څه باندې یو کال کېږي چې ډېری بنسټونه د سولې په خبرو کې د خلکو په ځانګړي توګه د مېرمنو غوشتنو شریکولو لپاره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ناستې ترسره کوي خو لا تراوسه روښانه نده چې د دې شان ناستو دوام به کومه مثبته پایله ولري که نه.
خبریاله: مهناز موزون