جوزجان کې د کلیوالي ښځو ترمنځ د فلکلورسندرو ویلو یوار بیا وده کړې

Bawar Media CenterFebruary 21, 2021253
273-Jowzjan

د جوزجان ولایت کلیوالو مېرمنو د ازبیکي ژبې او فرهنګ د ودې لپاره یوار بیا د ولسي یا « فلکلور» سندرو ویلو ته مخه کړې ده.
جوزجان د موسیقۍ یوې جعبې ته ورته دی، د دې ټولنې هرې برخې ته چې سفر وکړئ د هماغه سیمې مروج غږونه موندلی شئ او دا سندرې د همدې سیمې په ځانګړي ګړدود غږول شوې چې له دې ډلې یوه یې «نای نای» نومیږي.
د جوزجان ولایت یو تن فرهنګپال حاجي اشرف عظیمي چې اتیا کاله عمر لري، د «نای نای» سندرې په هکله وايي، که څه هم دا سندره د وخت تېرېدو سره بیارغول شوې ده خو دا ډول سندرو ته د خلکو راستنېدل به د شمال خلکو د فرهنګ او ژبې پر ودې ښه اغېزه ولري.
پنځوس کلنه راضیه چې د شبرغان ښار د خواجه دو کوه ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي چې دوی ډېرې سندرې لري چې په بېلابېلو مراسمو کې غږول کېږي چې یوه یې «نای نای» سندره ده هغه همداشان وايي چې پخوا کله چې ناوې د زوم کور ته راوستل کېده دوی دغه سندره ویله او له ناوې به یې هرکلی کولو د راضیې په وینا، اوس یوار بیاه دغه سندرې د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړی دی.
نای نای، واخ واخ، اولدوم او سبزیوان د جوزجان د خلکو او په ځانګړي توګه د ښځو ولسي او پخوانۍ سندرې دي چې ډېری مهال د موسیقۍ په دوتار، نای، دایره او غیجک الو غږول کېږي کوم چې د دې سیمې د خلکو تر ټولو لومړني او پخوانۍ د موسیقۍ الې دي.
خبریاله: فریده امیني نظري