بدخشان کې د وحشي ژوو د خوندي کېدو لپاره نوې هڅې پیل شوې

Bawar Media CenterFebruary 22, 202129
275_badakhshan

د وحشي ژوو د ساتنې موسسې د چاپېریال ساتنې ادارې مسئولینو، دیني عالمانو، ځوانانو، زدکوونکو او د شمال او شمال ختیځ زون ولایتونو مدني فعالینو د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د وحشي ژوو د ساتنې استراتیژۍ کې د بیا کتنې لپاره ناسته ترسره کړه چې په ترڅ کې به یې د خلکو نظرونه د ښکار او وحشي ژوو د ورکېدو مخنیوي لپاره راټول کړي.
د دې بنسټ د مسئولینو په وینا، د وحشي ژوو د ساتنې لپاره د خلکو یوځای کېدل د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو دی او هغوی په دې هڅه کې دي څو له دې لارې وکولی شي چې د وحشي ژوو نسل د ښکار او ورکېدو مخنیوی وکړي.
د وحشي ژوو د ساتنې ادارې یو تن مسئول زلمي محب وویل، د بدخشان «پامیر» سیمه چې د افغانستان دویم ملي پارک دی د وحشي ژوو د ژوند خوندي او اصلي هستوګنی ځای دی او دا اداره هڅه کوي څو د وحشي ژوو د ښکار او غیر قانوني سوداګرۍ د مخنیوي لپاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د بدخشان چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست ضیأالحق کامران وايي چې په دې ولایت کې د غیرقانوني ښکار له امله د وحشي ژوو وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی په دې هڅه کې دي څو د عمل پلان ورستي کولو سره د ښکار مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د چاپېریال ساتنې ادارې د نورو دولتي بنسټونو او د وحشي ژوو د ساتنې ادارې سره په همغږۍ له څو کلونو راهیسې هڅه کړې څو د وحشي ژوو د کم پیدا نسلونو د ورکېدو مخنیوی وکړي خو تر دم ګړۍ ندي توانیدلي.
پامیر، د وحشي ژوو په ځانګړي توګه د نړیوالو کم پیدا ژوو لکه مارکو پولو هوسۍ، برفي پلنګ، مارخوره اوزه، هایبکس اوزه او اوریال د هستوګنې ځای دی چې د بدخشان چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو په وینا، د وحشي ژوو دغه نسل په تېرو کلونو کې له ورکېدو ژغورل شوی و خو د غیر مسؤلو وسله والو لخوا د ښکار له کبله یوار بیا د دې ژوو د لمنځه تلو اندېښنې زیاتې کړې دي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون