جوزجان کې د حکومت او مدني ټولنې ترمنځ ازاده ناسته ترسره شوه

Bawar Media CenterFebruary 22, 2021134
277_Jawezjan

په جوزجان ولایت کې د شته ستونزو د حل په موخه د دولت او مدني ټولنې ترمنځ ازاده ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې یو شمېر دولتي چارواکو، مدني فعالینو، خبریالانو او د شبرغان ښار استازو برخه اخیستې وه.
د جوزجان والي محمد هاشم رئیس وویل، د دې ناستې هدف د حکومتدارۍ، امنیت او پراختیایي چارو کې د مدني ټولنې او سیمه ییز حکومت ترمنځ د ګډون او همغږۍ میکانیزم پیاوړي کول او د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته رسېدنه ده.
ورته مهال د ناستې یو شمېر ګډونوالو خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو بهیر کې د حکومت له لاسته راوړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او په دې ولایت کې یې د ټولګټو پروژو له نه پلي کېدو نیوکه وکړه او په سیمه ییز حکومت یې غږ وکړ چې د دوی وړاندیزونو ته پام وکړي.
د ناسې په پای کې د جوزجان والي زیاته کړه چې سیمه ییز اداره به د مدني فعالینو له وړاندیزونو او نظرونو چې د خلکو د پرمختګ او هوساینې لامل کېږي په کلکه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به همداشان اړین اقدامات ترسره شي.
خبریاله: فریده امیني نظري