د بغلان عامې روغتیا ریاست ښاري امبولانس څانګه پرانیستل شوه

Bawar Media CenterFebruary 22, 202131
278_baghlan

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست بېړنیو پېښو ته د رسېدو لپاره د ښاري امبولانس خدمتونو څانګه نن له غرمې مخکې پرانیستل شوه.
د بغلان عامې روغتیا رئیس ډاکټر محب الله حبیب وايي چې د ښاري امبولانس خدمتونو دا څانګه په درې عرادې مجهزو امبولانسو او مسلکي پرسونل سره خلکو ته ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کوي.
د هغه په وینا، د امبولانس خدمتونو امریت د بغلان ولایت په کچه ۳۲ امبولانسونه لري چې درې یې په ښار کې فعالیت لري.
دی زیاتوي، د عامې روغتیا ښاري امبولانس خدمتونو څانګه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې تېر کال په دې ولایت کې څه باندې ۲۸۰۰ کسان د جګړو، ترافیکي او طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي دي.
د بغلان والي محمد اکبر بارکزي چې د ښاري امبولانس خدمتونو څانګې د پرانیستې په مراسممو کې خبرې کولې ویې ويل چې بغلان د شمال او شمال ختیځ ۹ ولایتونه سره نښلوي او د لویې لارې په اوږدو کې ډېری مهال جګړې او ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې باید د امبولانس څانګه خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
د بغلان عامې روغتیا ریاست د چارواکو په وینا، د دې ولایت په کچه ۵ روغتونونه او ۹۰ روغتیایي کلینیکونه خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او د دو لسیزو په پرتله دمګړۍ خلک ۸۵ سلنه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري.