په سمنګان کې صرافانو اعتراض کړی

Bawar Media CenterFebruary 22, 202129
276_samangan

په سمنګان ولایت کې یو شمېر صرافانو د افغانستان بانک لخوا د محدودیتونو له کبله د غبرګون په توګه د خپلو صرافیو دروازې تړلي دي.
د سمنګان ولایت یو تن صراف نعمت الله رسنیو ته وویل چې صرافان د ټولنې خواريکښ قشر دی او وايي چې د افغانستان بانک د اروپا بانکي قانونه باید په هېواد کې پلي نه کړي او زیاتوي چې دوی د مرکزي بانک د ملا ماتونکو محدویتونو پلي کېدو توان نه لري چې عملي یې کړي.
په سمنګان کې یو بل تن صراف ویس الدین د شخصي صرافیو تړل کېدل د اندېښنې وړ یادوي او دا د پانګوالو لپاره د مالي زیان لامل ګڼي او زیاتوي، تر هغه چې د افغانستان بانک محدودیتونه لرې نه شي د دوی اعتراضونه به همداشان دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان ولایت اوسېدونکي وايي چې د شخصي صرافیو تړل کېدل هغوی ته ډېرې ستونزې رامنځه کړې دي.
د ایبک ښار اوسېدونکی محمد ناصر مرادي وايي چې هغه د پيسو راکړې ورکړې خپلې ټولې معاملې د صرافیو له لارې ترسره کوي خو دم ګړۍ له جدي ستونزو سره مخ شوی دی، نوموړی له دولته غواړي چې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړي.
له دو اونیو راپدېخوا د سمنګان ولایت ټولو صرافیو د مرکزي بانک لخوا د محدودیتونو رامنځته کېدو له کبله په دې ولایت کې خپلې دروازې تړلي دي څو دولت دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي