روان کال په بغلان ولایت کې ۳۲۳ پراختیايي پروژې پلي شوي

Bawar Media CenterFebruary 23, 2021317
279_Baghlan

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې روان کال په دې ولایت کې د ۹۳ لویو او د څه باندې ۲۳۰ وړو پراختیایي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د بغلان ولایت مقام سکتوري رئیس اکرام الدین برفکي وايي چې دا پروژې د کرنې، روغتیا، پوهنې، کارموندنې او سړکونو بیارغونې په برخو کې د بغلان په مرکز او ولسوالیو کې پلې شوې دي.
هغه زیاته کړه، دې پروژو د زرګونه کورنیو شته ستوزنې حل او د سیمې اوسېدونکو ته کاري زمینې هم برابرې کړې دي.
همدارنګه د بغلان والي محمد اکبر بارکزی وايي چې د راتلونکي کال په پراختیايي پلان کې به هم لسګونه لویې او وړې پروژې په دې ولایت کې عملي شي.
ښاغلي بارکزي د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د خلکو همکاري اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې د ټولګټو پروژو د ساتنې لپاره له دولت سره جدي همکاري وکړي.
په همدې حال کې د بغلان ولایت اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د پراختیايي پروژو له پلي کېدو خوښ دي، او د ټولګټو پروژو د ساتنې په برخه کې دولت او مرستندویه بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ کس او یا ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په دې ولایت کې د پرمختګ او بیارغونې بهیر مخه ډب کړي.
د یادونې ده چې د بغلان پراخیتایي پلان کې شاوخوا ۲ زره پراختیايي پروژې په پام کې نیول شوې چې د دې ولایت د چارواکو په وینا، تر راتلونکو پنځو کلونو به پلي شي.