سرپل کې د کورونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ پیل شوه

Bawar Media CenterFebruary 23, 2021129
280_sarpul

سرپل ولایت کې نن سهار د کورونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ پیل او لومړی د دې ولایت عامې روغتیا رئیس ته تطبیق شو.
د سرپل عامې روغتیا رئیس ډاکټر نوراحمد اسحقزي وويل چې د هند هېواد لخوا ۵۰۰ زره دوزه مرسته شوي واکسینه ۶۹۸۰ دوزه یې سرپل ولایت ته رارسېدلی دی چې ۵۰۰ دوزه به یې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو تطبیق او پاتې نور به یې پر روغتیایي کارکوونکو او د دې ولایت پر اوسېدونکو تطبیق شي.
د سرپل والي قربانمراد مراد چې په دې مراسمو کې ګډون درلود د عامې روغتیا له واکسیناتورانو وغوښتل چې د واکسین د تطبیق په برخه کې دقت وکړي او د هېواد عامې روغتیا وزارت د کړنلارې پر بنسټ کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرپل عامې روغتیا ریاست د چارواکو په وینا، له دو اونیو راپدېخوا د دې ولایت په کچه د کورونا وېروس هېڅ کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې.
په سرپل ولایت کې د کورنا ضد واکسین تطبیق لړۍ په داسې حال کې پيلیږي چې نن سهار په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو ګډونوالو په حضور کې د رسنیو او امنیتي سکتور د برخې کارکوونکو ته دا لړۍ پیل شوه.
خبریال: محمدیونس نعیمي