د سمنګان ایبک ښار ۹ کیلومټره سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې

Bawar Media CenterFebruary 24, 2021137
281_samanagan

د سمنګان سیمه ییز چارواکي وايي چې د المان هېواد «GIZ» موسسې د ایبک ښار په منځ کې ۹ کیلومټره سړک جوړ کړی دی.
د سمنګان والي محمد داوود کلکاني چې د دې سړک د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، بنسټیزو پروژو کې یې د المان هېواد له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د ایبک ښار د منقوطن ښارګوټي سړک د جغل اچونې چارې شپږ میاشتې مخکې پیل او نن بشپړې شوې.
کلکاني له نورو مرستندویه بنسټونو هم وغوښتل چې د پراختیايي او بنسټیزو پروژو د تطبیق په برخه کې له سمنګان ولایت سره همکارۍ وکړي.
بل لورته د سمنګان ولایت اوسېدونکو د دې سړک له جوړېدو خوښي وښوده او له المان هېواده یې مننه وکړه.
المان له هغه شمېر هېوادونو دی چې په سمنګان ولایت کې یې ډېری د ښوونځیو او سړکونو د جوړېدو په برخه کې پانګونه کړې ده چې له دې مخکې یې هم په ایبک ښار کې د څو معیاري ښوونځيو د رغولو په چارو کې مرسته کړې ده.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي