جوزجان کې لومړنی ورزشي جمنازیوم پرانیستل شو

Bawar Media CenterFebruary 25, 2021176
283_Jawezjan

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادارې لخوا د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې لومړنی ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د جوزجان ولایت بدني روزنې امر صدیق فایز وايي، دا جمنازیوم چې د دې ولایت د ورزشکارانو اساسي اړتیا ګڼل کېږي په دوه جریبه ځمکه کې د ټولو اړینو ملحقاتو په پام کې نیولو سره جوړ شوی دی.
دی زیاتوي، دا جمنازیوم د دوه زره کسانو وړتیا لري.
د جوزجان والي محمد هاشم «رئیس» چې د دې جمنازیوم پرانیستې مراسمو کې ګډون کړی و ویې ویل چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادارې د ټولګټو ۱۲ نورو پروژو چارې هم دوام لري.
د جوزجان ولایت بدني روزنې ریاست د چارواکو په وینا، د دې ولایت په کچه ۲۰ فدراسیونه فعالیت لري چې له دې ډلې د ۱۵ فدراسیونونو ورزشکاران خپل تمرینونه په جمنازیوم کې ترسره کوي.
خبریاله: فریده امیني نظري