سرپل کې د مېرمنو ځانګړی ورزشي لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Bawar Media CenterFebruary 25, 2021132
282_Sarepul

سرپل ولایت کې د مېرمنو لپاره لومړنی ځانګړی ورزشي لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سرپل اولمپیک کمېټې رئیس ثمرالدین فضلی وايي چې دا لوبغالی د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادارې د نږدې۵۰ میلیونه او درې سوه زره افغانۍ مالي لګښت په یو جریب ځمکه کې جوړ شوی چې پکې ۱۶ تشنابونه او نور اړین ملحقات په پام کې نیول شوي دي.
دی زیاتوي، چې دا لوبغالی په یو وخت کې ۱۵۰۰ کسان ځایولی شي.
د سرپل والي قربانمراد مراد چې د دې لوبغالي پرانیستې مراسمو کې ګډون درلود، د دولت د دې اقدام څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې په دې ولایت کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادارې د ټولګټو ۱۱ نورو لویو پروژو چارې د عملي کېدو په حال کې دي.
د سرپل یو شمېر ښځینه ورزشکارانو د دې ورزشي لوبغالي له جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې له دې وړاندې دوی په کور دننه یا په شخصي لګښت کلپونو کې تمرینات مخ ته بېول خو اوس د لوبغالي په جوړېدو سره د دوی ستونزه حل شوې ده.
د یادونې ده چې څه موده مخکې هم په دې ولایت کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړه ادارې لخوا د فاتحې ترسره کولو یو سالون ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.
خبریال: محمدیونس نعیمي