بدخشان کې له کورنیو بېځایه شوو سره ۱۵میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

Bawar Media CenterFebruary 28, 2021251
287_badakhshan

بدخشان ولایت کې د ګډوالو چارو ریاست لخوا زرو بېځایه شوو او راستنیدونکو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د بدخشان ګډوالو چارو ریاست چارواکي وايي چې پر دې شمېر کورنیو په ټولیږ ډول ۱۵ میلیونه افغانۍ وېشل کېږي چې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.
د بدخشان د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس عبدالواحد طیبي وويل چې د دوی ادارې له سروې او کره پېژندنې وروسته، د نغدو پیسو وېشل پيل کړي دي.
د بدخشان د ګډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس په وینا، دم ګړۍ ۸ زره راستنېدونکي او څه باندې ۶ زره کورني بېځایه شوي د دوی له ادارې سره ثبت دي.
بدخشان کې بېځایه شوي وايي چې په دې ولایت کې د ناامنیو له کبله سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
خبریال: سمیع‌الله سیحون