بلخ کې نږدې ۵۰ ښځو د میوو او سبزیو د تولید او پروسس په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې

Bawar Media CenterMarch 6, 2021299
290_balkh

د بلخ کرنې رئیس محمد سالم ساعي وايي، د «جي‌آی‌زید» دفتر په همکارۍ یې د دې ولایت د نهرشاهي، دهدادي او خُلم ولسوالیو 45 ښځو ته د میوو او سبزیو پروسس په برخه کې درې ورځنۍ زده کړې ورکړې دي چې دم ګړۍ یې خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي.
د ده په وینا، ښځو د میوو او سبزیو د تولید او پروسسس په برخه کې د روزنې ترلاسه کولو وروسته اوسمهال کولی شي چې خپل محصولات په معیاري بڼه بسته بندي او بازار ته وړاندې کړي او په ورته وخت کې دوی کولی شي چې د خپلو ولسوالیو په کچه نورو ښځو ته هم په دې برخه زده کړې ورکړي څو د دوی په اقتصادي حالت کې بدلون رامنځته شي.
په همدې حال کې هغه ښځو چې د میوو او سبزیو د تولید او بسته بندۍ په برخه کې زده کړې ترلاسه کړې دي وايي چې دوی کار کولو ته چمتو دي او غواړي تولیدات ولري او بازار ته یې وړاندې کړي او بل لور ته کولی شي له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي، خو دوی د اسانتیاو له نشتوالي رنځ وړي او له دولت د همکارۍ غوښتنه لري.
د یادولو ده چې د بلخ کرنې رئیس په وینا، د دوی لخوا هر کال څه باندې درې زره ښځو ته زده کړې ورکول کېږي چې څه باندې دوه زره یې د اچارو او چدني په تولید بوختې دي چې له دې ډلې ۵سوه یې خپل تولیدات بازار ته وړاندې کوي.
خبریاله: مهناز موزون