سرپل کې له ۷۵۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته کېږي

Bawar Media CenterMarch 6, 2021274
290_sar

سرپل ولایت کې د ګډوالو او راستنېدو چارو وزارت لخوا د ۷۵۰ بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته کېږي.
د سرپل ولایت کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس عبدالاحمد اقبال وويل چې د دې مرستو لړۍ په مرکز کې پیل شوې چې پر هرې یوې کورنۍ به ۱۵ زره افغانۍ ووېشل شي.
د سرپل ولایت مقام مرستیال عبدالملک عظیمي چې د دې مرستو د وېشلو په مراسمو کې ګډون درلود د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دې مرستې د مننې ترڅنګ له نورو ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم وغوښتل څو له دې بېځایه شوو سره مرسته وکړي.
یو شمېر بېځایه شوو د هېواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستې د مننې ترڅنګ له مرکزي دولت وغوښتل چې هغوی ته بېرته خپلو مېنو ته د ورتګ لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د سرپل د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارواکو په دې ولایت کې د څه باندې ۵۰۰ بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو له وېښلو خبر ورکړی و.
خبریال: محمدیونس نعیمي