اییک ښار کې د پاکوالي لپاره عمومي حشر ترسره شو

Bawar Media CenterMarch 7, 2021238
291_samangan

ایبک ښاروالۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د رارسېدو په موخه د ښار د پاکولي عمومي حشر ترسره شو.
د ایبک ښاروال فیروزالدین تګین وویل چې دا حشر د چاپېریال ساتنې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او یو شمېر نورو مدني او رضاکاره بنسټونو په همکارۍ په لاره اچول شوی دی.
تګین زیاته کړه چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د رارسېدو د چمتوالي لپاره د ښار د پاکوالي دا حشر له تخت رستم پيل شوی او له دې سیمو ټول کثافات راټول شوي دي.
د سمنګان ولایت مرستیال صفت‌الله سمنګاني چې په دې پروګرام کې یې ګډون درلود، د یاد حشر له ترسره کېدونکو بنسټونو د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د سمنګان سیمه ییزه اداره په ټولو برخو کې د دې ولایت له ښاریانو او اړوندو بنسټونو سره همکاره ده.
بل لور ته د چاپېریال ساتنې برخې فعالینو د ایبک ښاروالۍ دا کړنه وستایله او له نورو بنسټونو یې وغوښتل چې د ښار د پاکوالي لپاره دا حشر د ښار نورو سیمو ته هم وغځول شي.
د ایبک ښاروالۍ په داسې حال کې د ښار له پاکوالي خبر ورکوي چې د ۱۴۰۰ لمریز کال رارسېدو ته یوازې دوه اونۍ پاتې دي.
خبریال: شمس‌الدین میرزایي