بدخشان کې له پولیسو سره د خلکو همکاري زیاته شوې ده

Bawar Media CenterMarch 7, 2021132
292_badakhshan

د بدخشان امنیتي چارواکي وايي چې له پولیسو سره د خلکو د اړیکې کړۍ د تېرو کلونو په پرتله ځواکمنه شوې او د دې ولایت خلک په ټولو برخو کې له پولیسو سره جدي همکاري لري.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند ثنا‌الله روحاني وايي چې د خلکو په همکارۍ سره سربېره پر دې چې د جنایي جرمونو، او امنیتي ګواښونو کچه راټیټه شوې ټولنیز نظم ټينګ شوی او د پولیسو لخوا د قانون پلې کولو په برخه کې د خلکو د باور کچه هم لوړه شوې ده.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند په وینا، د دې ولایت پولیسو پراختیایي شوراګانو کې له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ کمېټو له لارې او همدارنګه د سیمه ییزو پولیسو لخوا د پولیسو سیمه ییزو کمېټو په جوړېدو سره توانیدلي چې د دې ولایت د پولیسو فعالیتونو کچه لوړه کړي.
رحماني وايي: « له پولیسو سره د خلکو د همغږۍ په ټولو ناستو کې له ټولنیزو شوراګانو سره په اونۍ او امنیه قوماندانۍ کې په میاشت کې یوار د خپرونو د عملي کېدو لپاره ناستې ترسره کېږي چې ښیې پایلې یې هم لرلي دي.»
د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند، د جنایي جرمونو کچې د پام وړ کموالی، د غیر مسووله وسله والو کسانو ګرځېدو ته د پای ټکی اېښودل، ټولنیز نظم راوستل، د مخدره توکو د کر او قاچاق مخنیوی او د قانون پلي کېدو باندې د پولیس پام له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ اړینې لاسته راوړنې په ګوته کړې او وویل چې د دې لړۍ دوام پولیس خپلو اصلي دندو ته چې د قانون پلي کول او په ټولنه کې د امینت او نظم راوستل دي ورګرځوي.
د بدخشان اوسېدونکي هم وايي چې په ټولنه کې د امنیت او نظم راوستل، له ټولنیزو ناخوالو سره مبارزه او د جنایي جرمونو کچې کمښت لپاره یوازینۍ لار له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ده چې د هغوی په وینا، د دې همکارۍ په پایله کې د یو شمېر خونړیو پېښو چې په پام کې وه چې د سلګونه بېګناه انسانانو ژوند واخلي شنډ شوې او خلک له مرګه وژغورل شول.

د بدخشان یو تن مدني فعال نوید الله نوشفر وویل:« د روان کال په لړ کې د افغانستان د خلکو د سولې دښمنانو درې ځلي هڅه وکړه څو د ماینونو په اېښودلو سره د دې ولایت د خلکو ژوند واخلي، خو خلکو له پولیسو سره د اړیکې په نیولو سره د دښمن د دې کړنړ مخنیوی کړی دی.»
د بدخشان امنیتي چارواکو په وینا، د روان کال د لومړیو پنځو میاشتو په لړ کې ۲۶۱ جنايي پېښې ثبت شوې دي چې د دې پېښو په تړاو ۳۹۴ تنه نیول شوي خو په دې وروستیو دو میاشتو کې د پولیسو د فعالیتونو په زیاتېدو سره او د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې هېڅ جنایي پېښه نده ثبت شوې.
خبریال: سمیع‌الله سیحون