په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دفتر کې د مارچ اتمه ونمانځل شوه

Bawar Media CenterMarch 7, 2021222
293_Balkh

په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مزار شریف ښار کې د مارچ اتمه یا د ښځو د پیوستون ورځ ونمانځله.
د بشري حقونونو د خپلواک کمېسیون د شکایتونو د څېړنې برخې کارکوونکې سکینه ناصر وايي، که څه هم په هېواد کې د ښځو د حقونو د پوهاوي په اړه ګڼ شمېر پروګرامونه په لاره اچول کېږي، خو د تاوتریخوالي شمېرو له کبله دا ډول پروګرامونو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
د نوموړې يه وینا، په ۲۰۱۹زیږدیز کال په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په مزارشریف ښار کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۹۹ پېښې ثبت کړې وې چې ۴۴۵ ډوله پېښې ښیي، خو په ۲۰۲۰کال د کورونا وبا خپرېدو له کبله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸۵ پېښې ثبت شوې چې ۳۰۱ دوله پېښې ښیي.
د اغلې ناصر په وینا، په دې پېښو کې ډېری وهل او ټکول، د نفقې نه ورکړه او له کوره ایستلو پېښې شاملې دي.
په همدې حال کې، یو شمېر ښځې د مارچ د اتمې ورځې نمانځل یو سمبولیک کار یادوي او وايي چې تر دم ګړۍ د ښځو د ورځې د نمانځنې په برخه کې ټولې خپرونې په سطحې کچه ترسره شوې او هغوی ټینګار کوي چې د ښځو وضعیت د ارزونې په هکله یوه بنسټیزه څېړنه ترسره شي او د یادې څېړنې موندنې پر اساس د ښځو د وضعیت د ښه کېدو لپاره کار وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ د اتمې نمانځنې په مراسمو کې یو شمېر ښځینه خبریالانو او مدني ټولنې فعالینو د هدفي وژنو د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې.
خبریاله: مهناز موزون