د بغلان د پولیسو په لیکو کې د ښځو ونډه زیاته شوې

Bawar Media CenterMarch 8, 2021342
296_Baghlan

د بغلان امنیه قوماندان د دې ولایت د پولیسو په لیکو کې د ښځو شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي چې د پوځي زدکړو ترلاسه کولو لپاره ښځو ته له هېواده بهر هم زمینه برابره ده.
د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي، د امنیت د ټینګښت او په ټولنه کې د شته اړتیاوو حل په موخه د ښځینه پولیسو ونډه اغېزناکه یادوي وايي چې د دې ولایت د پولیسو په لیکو کې د ښځو حضور زیات شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د کورونو د تلاشۍ او چېک پاینټونو کې د ښځینه پولیسې اساسي ونډه لري او د پولیسو په لیکو کې د هغوی حضور په ټولنه کې شته ستونزو ته د پای ټکی اېښی دی.
ښاغلي صمیمي وطن ته خدمت د هر افغان دنده وبلله او له ټولو کورنیو یې وغوښتل چې د وطني دین د ادا کولو لپاره خپلې لوڼې په ټولنه کې د شته ستونزو د هوارۍ لپاره د ملي پولیسو لیکو ته واستوي.
هغه شمېر ښځې چې د بغلان د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کوي، وطن ته خدمت، خپل ځان او کورنۍ ته یو ویاړ ګڼي.
د یادولو ده چې دولت د هېواد د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د ښځو لپاره د جلب او جذب لړۍ زیاته کړې او د هغوی لپاره یې د غوره امتیازنو په پام کې نیولو سره په بهر کې د زدکړې زمینه هم برابره کړې ده.